جواد ظريف په ټوېټر بښنه غوښتې او دا يې منلې چې اوکراينۍ الوتکه يې سپا پاسدران را غورځولې ده 

روهي (جمعه/۲۱ د مرغومي)، د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په ټوېټر دا منلې ده، چې د اوکراين نړيوال هوايي شرکت الوتکه تېره اوونۍ په سهوې سره په راکټ وېشتل شوې ده. 

نوموړي په ټوېټر لېکلې ده، چې دا يوه انساني تېروتنه وه او د امريکا له خوا په سيمه کې د پيل شوې تاوتريخوالي په اساس دغه مصيبت رامنځ ته شو. 
https://twitter.com/JZarif/status/1215847283381755914

نوموړي د خپلو وګړو او نورو  هېوادونو وګړو او د قربانيانو کورنيو بښنه غوښتې او تسليت يې ورکړی دی. 

د ايران دولتي تلويزيون هم نن د پوځ د خبرپاڼې پر اساس خبر نشر کړ او په کې ويل شوي وو چې ياده الوتکه د ايران سپاه پاسدران ډلې له خوا په تېروتنې سره وېشتل شوې ده.