بيړنی خبر: ايران ومنله چې اوکراينۍ الوتکه سپاه پاسدران په راکټ وېشتې ده 

روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، د ايران دولتي تلويزيون د دغه هېواد د حکومتي چارواکو په وينا خبر ورکړ چې تېره اوونۍ د اوکراين هېواد الوتکه د سپاه پاسدران ډلې له خوا په غېر قصدي ډول په راکټ وېشتل شوې ده. 

ايران چارواکو ويلي دي چې  د سپاه پاسدران ډلې له خوا توغول شوی راکټ په تېروتنې سره د اوکراين نړيوالې هوايي کرښې په الوتکې لګېدلی وو. 

د ايران وسله وال پوځ هم په يوې خبرپاڼه کې د دغه پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې په انساني تېروتنې دغه پېښه شوې ده. 

دغه الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول. اوکراين ۴۵ پلاوی د پلټنوو په پار ايران ته لېږلی وو. امريکا، انګلستان او کاناډا شک ښوودلی وو چې الوتکه د تخنيکو ستونزو له امله نه بلکې په راکټ وېشتل شوې ده. 

دغه الوتکه کې لس افغانان هم وژل شوي دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوکراين له ولسمشر سره په ټېلفوني اړيکه کې په دغه پېښه خواشيني څرګنده کړې وه او هيله يې ښوودلې وه چې ايراني چارواکي د الوتکې د تور بکس د پيدا کولو او پلټنو په برخه کې همکاري وکړي.