رویا رحماني راس ویلسن سره وکتل

روهي( نۍ/۲۱ د مرغومي )، امریکا کې د افغانستان سفیرې ( رویا رحماني ) د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو نوي سفیر راس وېلسن سره ولیدل.

رویه رحماني په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن مې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له نوي سفیر راس ویلسن سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو پر یو شمېر ګډو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د اقتصاد، د سولې بهیر او د سیمې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې وشوې.