پاکستان کې د جومات دننه چاودنه شوې

روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، نن، د ماښام لمانځه پر مهال د پاکستان کويټې ښار، سټلایت نومي سيمه د شرعيه دارالعلوم جومات دننه چاودنه شوې چې ۱۴ کسان يې ووژلي او ۲۱ ټپيان دي. 
 
سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياده چاودنه کې د آمان الله په نوم د پوليسو يو افسر هم وژل شوی دی‌. پوليسو د نننۍ چاودنې په اړه پلټنې پيل کړې دي. تر اوسه مالومه نه ده چې د چاودنې موخه د پوليسو افسر امان الله او که په کوم بل هدف شوې.
 
عيني شاهدان وايي چې چاودنه د لمانځه د دويم رکعت پر وخت شوې او وروسته په جومات کې تیاره خوره شوه.