
روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، د کاناډا وګړې (روزي ګابریل) د موټرسايکل چلونکې ده په اسلام مشرفه شوې او د اسلام دين يې د رېښتنې دنيوي او اخرويی ژوند لار بللې ده.
(روزي ګابریل) پر انسټګرام لېکلې دي، چې له مطالعې او فکر وروسته د پرېکړې ته ورسېده چې د اسلام پر دين ايمان راوړي او د ژوند لار يې وټاکي.
نوموړې د موټرسايکل له لارې ډېرۍ هېوادونو ته سفرونه کړې دي، چې د پاکستان په شمول اسلامي هېواونو ته هم تللې ده.
(روزي ګابریل) په دې خواشيني ښوودلې ده چې د اسلام سپيڅلی دين چې کوم ډول دی هغه ډول نه دی ښوودل شوی. هم د مسلمانانو په منځ او هم کفارو ته د دغه دين تفسير په غلطه کيږي.