هندوستان کې مړه ښځه را ژوندۍ شوې 

روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، رشيه ټوډې ورځپاڼې د هندوستان چاپ هندو پېپر ورځپاڼې په حواله لېکلې دي، چې هند کې يوه ميرمن چې ډاکټرانو يې کورنۍ ته مړی تسليم او خپلوان يې د جنازې په مراسمو اخته وو ساه اخېستې. 

دغه ميرمن ۵۵ کلنه ده چې هندوستان په کارنټکا ايالت کې د شديدې ناروغۍ وروسته روغتون وړل شوې خو په روغتون کې ډاکټرانو له تشخيص وروسته ورته ويل شوي، چې نوموړې ميرمن مړه او ساه يې وتې ده. 

د سيمو خلکو او د کورنيو غړو يې د جنازې مراسم تر سره کول چې (مالاتي چوګل) نومي ميرمنې سترګې خلاص او را ټول شوي خلک يې حيران کړي. ځينو دا يوه معجزه بللې خو د کورنيو غړو يې ويلي، چې نوموړې د کوما يا بې هوښۍ ناروغۍ درلوده او د ډاکټرانو ناسم تشخيص هغه مړه ښوودلې وه.  

د (مالاتي چوګل) کورنۍ رسنيو ته ويلي دي چې که نوموړي څو شيبې وروسته هم سترګې نه وای خلاصې کړې نو شونې وه چې سوځولې يې وه. د دغه پېښه په سيمه کې بې سارې شمېرل شوې  او اوس د ځايي ادارې له خو پرې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.