ايران او امریکا د ملګرو ملتونو منشور ۵۱  جنجالي کړې ده 

د ملګرو ملتونو منشور يا قانون د اووم څپرکي ۵۱ ماده د ځاني او ټوليزې دفاع په اړه ده. يادې مادې افرادو او هېوادونو  ته اجازه ورکړې ده، چې د وسله والې حملې پر وخت له ځان غبرګون وښيي او له ځان دفاع وکړي. 

د دغه مادې په پام کې نېولو سره امريکا متحد ايالت د قاسم سليماني وژل کېدل د ځخان دفاع بولي او استدلال کوي چې نوموړی ايرانی جنرال د امريکا ولس او په منځني ختيځ کې د امريا متحدو ايالتو پوځيانو ته ګواښ وو. 

 په ورته وخت کې  ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازی چې د چين او روسيه ملاتړ هم ورسره ده، عراق کې د ايران له خوا د امريکا متحدو ايالتو پر پوځي اډو بريد د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مادې اړوند او د ځان دفاع يادوي. 

ملګري ملتونه تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د قاسم سليماني وژنه او عراق کې د امريکا پر پوځي اډو د ايران بريد د خپل مشنور اړوند مشروع او يا غېر مشروع وښيي. 

بيا له بلې خوا د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ګډون ونه شو کړی. د ملګرو ملتون عمومي دفتر د متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې دی او د امريکا حکومت جواد ظريف ته ويزه ورنه کړه.