ټرمپ سليماني ته په اشارې: (لوی ځناور) مو وواژه، افغانستان او عراق ته يې ماينونه لېږل 

روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايلتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ايران د سپاه پاسدران ډلې مشر قاسم سليماني د ماينونو يو ستر طرح وو، ماينونه يې جوړل او بيا يې افغانستان او عراق ته لېږل. 

ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ  سپينې ماڼۍ کې خبريالانو ته کړې دي. نوموړی قاسم سليماني په افغانستان کې د طالبانو او منځني ختيځ کې د اورپکو ملاتړی بللی. 

ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې ويلي وو چې قاسم سليماني په مستقيم او غيرمستقيم ډول د امريکايانو او همدا ډول د مېلېونو نورو کسانو د وژل کېدو مسوول وو، چې بايد وړاندې وژل شوی وای. 

قاسم سليماني يوه اونۍ وړاندې د ايران ګاونډ عراق کې د امريکا د بې پېلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو، چې د ايران سخته غوسه يې راپورته کړه.