روهي (جمعه/۲۰ د مرغومي)، دوه ورځې وړاندې ايران کې د اوکراين نړيوالې هوايي کرښې الوتکه سوځېدلې چې په کې ناست ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي. د دغه الوتکې د لوېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
ايران ويلي چې د الوتکې عملې د لوېدو پر وخت له دوی د مرستې غوښتنه ده کړې، ترڅو دوی يې پر وخت مرستې ته رسېدلې وای.
اوکراين هېواد هم ۴۵ کسان ايران ته لېږلې دي، ترڅو د لوېدلې الوتکې په اړه پلټنې وکړي. دغه الوتکه کې د اوکراين، ايران، کاناډا او لس افغان مسافر سپاره وو. دغه اوکراینۍ الوتکه په بشپړ ډول سوځېدلې ده.
بيا له بلې خوا د امريکا متحدو ايالتو چارواکي وايي چې ښايي د ايران پوځ په تېروتنې سره دغه الوتکه وېشتلې وي. ځيني راپورنه وايي چې د ايران هوايي پوځ له خوا توغول شوي مزايل سره الوتکې ټکر کړی او لوېده ده.
وروستي