د څارويو درنه مرګ - ژوبله: د اسټراليا په اور لګېدنه تر يو مېلېارد ژويو ته تلفات اوښتي

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، له تېرو څو مياشتو د اسټراليا په يو شمېر سيمو او ځنګلونو کې اور لګېدلی دی چې د انساني تلفاتو ترڅنګ، په مېلېونه ژوي هم وژلي او اغېزمن شوي  دي. 

خپاره شوي راپورنه وايي چې په دې اور لګېدنه کې په مېلېونه حيوانات وژل شوي او په مېلېونه نور ژوبل دي. ټول - ټال شمېرې ښيي چې د څارويو تلفات تر يو مېلېارد پوري دي. 

دغه اور لګېدنې تر اوسه د ۲۷ کسان ژوند اخېستی او همدا ډول په مېلېونه هکټاره ځنګليزه ځمکه په کې سوځېدلې ده. تر اوسه د اسټراليا حکومت نه دی توانېدلی چې دغه اور لګېدنه کنټرول کړي.