شکايتونو ته د لاس رسي په پار د ۱۶۵۰ محلونو  رايې بيا شمېرل کيږي

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، د هېواد ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چې د ثبت شوي شکايتونو پر اساس په شلو ولايتونو کې د ۱۶۵۰ محلونو رايې له سره شمېرل کيږي. 

د ياد کمېسيون يو وياند محمد رضا فياض  په دې اړه ازادي راډيو ته ويلي دي. "دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی." 

فياض وايي چې د ثبت شوي شکياتونو د حېړنه کابو ۹۵ سلنه شوې ده. د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه ۱۶۵۰۰ شمياتونه ثبت شوي دي. له دې جملې تر اته زره شکايتونه ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې او درې اووه سوه شکايتونو دولت جوړونکي ټيم ثبت کړي دي.