کابل کې د جنايي پېښو له زياتوالي وروسته کورنيو چارو وزرات تصميم نېولی چې د ټولو امنيتي حوزو امرين او امنيتي کسان تبديل کړي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، کورنيو چارو وزارت وايي چې د دوی د نوې طرحې اړوند به تر درېيو مياشتو د کابل د ټولو امنيتي حوزو مسوولين او په کې شته امنيتي سرتيري تبديل کړي. 

د کورنيو چارو وزارت چارسمبال وزير وايي چې دا طرحه په دې موخه عملي کوي، چې پوليس مسلکي اوسي، د خلکو باور خپل کړي او همدا ډول د جنايي جرمونو کچه را ټېټه کړي. 

د امنيتي حوزو د اوسنيو مسوولينو او امنيتي کسان پر ځای به د پوليسو له اکاډمۍ تازه فارغ شوي افسران ځای پر ځای شي. 

کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د دغه طرحې د پلې کېدو وايي چې په تېرو وروستيو څو مياشتو کې کابل کې تر ټولو ډېرې جنايي پېښې تر سره چې يو شمېر ښاريان په کې ټپيان او ووژل شول.