اېکسپرېس ټرېبيون: پاکستان کې پر 5G کار روان دی 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، د پاکستان د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوزۍ وزارت وايي چې د 5G چوپړونو د فعالېدو په پار يې کارونه پيل کړي دي او په نېږدې راتلونکې کې به يې فعال کړي. 

د دغه هېوادد مخابراتو وزارت په ټول هېواد کې د 5G د فعالېدو په پار د دغه وزارت دننه يوه ځانګړې کمېټه رامنځ ته کړې ده او همدا ډول د يو سټراټېژيک پلان له لارې يې د دغه چوپړ چارې پيل کړي دي. 

پاکستان د نړۍ د هغه هېوادنو له ډلې دی چې د انټرنېټ بيې په کې ازرانه او سرعت يې هم تر يو بريده د قناعت وړ دی. د يادونې ده چې افغانستان کې تر اوسه 5G چوپړونو ته لاس رسی نه دی پيدا شوی.