ټايمز اف انډيا: نوي ډيلي کې پوليسو درې داعشيان نېولي 

ټايمز اف انډيا: نوي ډيلي کې پوليسو درې داعشيان نېولي 
روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، هندۍ رسنۍ ټايمز اف انډيا لېکلې دي چې هندي پوليس درې هغه کسان له يو شمېر شواهدو سره يو ځای نېولي دي چې له داعش ډلې لپاره يې نوي ډيلي کې فعاليت کولو. 

د يادې رسنۍ پر وينا چې ياد داعشيان د نوي ډيلی وزير اباد سيمه کې له يوې لنډې نښتې وروسته ونېول شول. 

سرچينو ټايمز اف انډيا ته ويلي دي، چې نېول شوي کسان اوس مهال د پوليس په والکه کې دي او ځانګړې پوښتنې - ګروېګنې ترې روانې دي.