عمران خان: پاکستان به هېڅکله د کوم نړيوال جنګ برخه نه شي 

روهي (پنځه/۱۹ د مرغومي)، د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ وروستيو کړکېچو ته په کتو، اسلام اباد خپل ځان بې  طرفه اعلان کړی او ويلي دي چې هېواد به يې هېڅکله د کوم نړيوال جنګ برخه نه شي. 

لومړي وزير عمران خان له ايران او امريکا غوښتي دي چې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې سره حل کړي. عمران خان وايي چې پاکستان په نړيوالو مسايلو کې بې طرفه دی. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي چې له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي مو غوښتي دي چې ايران او متحدو ايالتو ته سفرونه وکړي او دوی خبرو ته وهڅوي. 

اسلام اباد د ملګرو ملتونو له امنيت شورا هم غوښتي دي چې دغه مساله جدي ونېسي او اجازه ورنه کړي چې  هېوادونه شته مسايل تاوتريخوالي ته ورسيږي.