۱۷۹ ټول هغه سپاره وو چې ايران کې د اوکراين هوايي کرښې الوتکې تر ژوند واخېست 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، تېره ورځ د ايران پلازمېنې تهران سره نېږدې د اوکراين هېواد د د نړيوالې هوايي کرښې شرکت يوې الوتکې سقوط وکړ چې ټول ۱۷۹ مسافر په کې ووژل شول. 

دغه الوتکه بوينګ ۷۳۷ وه چې کاناډايي او ايراني وګړي په کې سپاره وو. ايراني چارواکو ويلي دي چې د الوتکې عملې د غورځېدو پر وخت د هېڅ ډول مرستې لپاره اړيکه نه ده نېولې. 

عيني شاهدان وايي چې له لوېدنې وړاندې لومړی الوتکې اور واخېست او ورپسې پر ځمکه ولوېده، چې ټول - ټال سوځېدلې ده. کله چې دغه الوتکه ۲۴۰۰ متره پورته شوه نو له رادار ورکوه شوه. 

دغه الوتکه کې لس کسان افغان مسافر هم وژل شوي دي.