افغانستان د هند په حیدر آباد ښار کې قونسلکرۍ پرانیسته

روهي ( پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي )، د هند د تلنګانه او اندراپردیش ایالتونو ګډ مرګز حیدرآباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآت ولسمشر له لارښوني سره سم د ا.ا. ج جنرال قونسلګري د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو مرستیالې ناهید ایثار، د لنګانه ایالت د کورنیو چارو وزیر محمد محمود علي او په نوي ډیلي کې د ا. ا. ج لوی سفارت شارژدافیر طاهر قادري په شتون کې پرانیستله شوه.
 
ایثار د قونسلګرۍ په پرانیسغونډه کې وویل، ، " بې له شکه چې په هند کې د افغانستان قونسلګریو پرانیستنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسې، اقتصادي، سوداګریز او کلتوري اړیکو په پراختیا او وده کې رغنده رول لوبوي او دواړو لورو ته په یادو برخو کې د لا ډیرو ګټو پورته کولو زمېنه چمتو کوي. "
 
په نوي ډیلي کې د ا. ا. ج لوی سفارت شارژدافیر ښاغلي طاهر قادري په حیدر آباد کې د قونسلګرۍ پرانیستغونډه کې وویل، د افغانستان ولسمشر په وینا، افغانستان او هند په خپلو کې ډیرې پخوانۍ او ژورې اړیکي لري چې دا اړیکې په بېلا بېلو برخو کې سره نښلیدلي دي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په حیدر آباد ښار کې د افغان قونسلګري پرانیستنه به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې او همدارنګه د خلکو تر منځ په هر اړخیزه اړیکې لا پیاوړي کړي.
 

په حیدر آباد کې د قونسلګري په پرانیستني سره په هند کې د افغانستان سیاسي استازخونې او قونسلګریو شمیر دریو ته رسیږي.
 
د یادې قونسلګري پرانیستنه په سویلي هند کې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو وده او پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو وکړو ته اداري رسمي چارو خدمتونو چمتو کول دي.