ننګرهار ولایت کې د خُرما بڼونه جوړیږي

روهي( پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي )، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ د ځنځروي ارزښت د ودې سکتور پروژې (HVCDSP)په مرسته ددې ولایت په ولسوالیو کې د خُرما «کجورو» ۵۰ جریبه بڼونه جوړوي. دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
 
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.