ناټو ترڅنګ کاناډا، جرمني او رومانیا د عراق څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې

روهي( پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي )، امریکا او د ایران د شخړو څخه وروسته ناټو، کاناډا، جرمني او رومانیا د عراق څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو فیصله کړې ده.

د ناټو څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په عراق کې د ایراني بریدونو څخه وروسته دوي خپل خلک او سرتیري د عراق څخه وباسي.
 
ناټو زیاته کړې چې د اوس لپاره خپل سرتیري د عراق څخه وباسي او د ضرورت په وخت کې به یې بیا عراق ته ولېږي، ناټو د دې ترڅنګ چې خپل سرتیري د عراق څخه وباسي په ورته وخت کې یې د عراقي پوځ روزنه هم تړلې ده.