جنرال قاسم سليماني ايران ته څومره مهم او اغيزمن کس وو؟ 

جنرال قاسم سليماني ايران ته څومره مهم او اغيزمن کس وو؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال 
زوکړه او کورنی ژوند: 
قاسم سليماني په ۱۹۵۷ز کال کې د ايران په کرمان ولايت کې په يوه بزګره کورنۍ کې زږېدلی وو. د ښوونځي له زده کړو وروسته ده د بيارغونې په شرکت او ورپسې د بدن ښکلا يا جيم کلپ کې دندې تر سره کړې. نوموړي واده کړی وو؛ يوه لور او زوی يې درلودل. قاسم سليماني د ايران د نورو پوځي جنرالانو خلاف ارام شخصيت درلود، کمې خبرې يې کولې او تر ډېره به پوځي لباس کې نه وو. نوموړی د ځوانۍ پر مهال د کرټې او بدنې روزنې استاد وو. 

سياست او پوځ ته دننه کېدنه: 
۱۹۷۹ز کال کې د ايران اسلامي انقلاب رامنځ ته او د رضا شاه په مشرۍ شاهي نظام ولوېد. قاسم سليماني د هغه کسانو له ډلې وو چې له لومړی ورځې يې د ايران د اسلامي انقلاب په بريا کې دنده او رول درلود. ۱۹۸۰ کال کې، (د ايران اسلامي انقلاب نېږدې يو کال وروسته) د عراق مشر صدام حسين پر ايرن بريد وکړ او قاسم سليماني د کرمان ولايت د دولتي او ولسي مبارزه کوونکو مشرۍ په غاړه واخېسته او د عراق د بريد پر وړاندې جګړه ته را دننه شو. 

د عراق او ايران ترمنځ جګړه وه چې قاسم سليماني په کې پوره شهرت ته ورسېد.  ده وکولی شول چې هغه سيمې له عراقي پوځيانو بېرته ونېسي چې د ايران په کرمان ولايت کې يې نېولې وې. دی په سيمه کې د يو زورور قومندان په توګه وپېژندل شو او ورپسې د ايران د انقلابي پوځ د ۴۱ ثار الله فرقې مشر وټاکل شو. 

قدس د ايران د سپاه پاسدران ډلې د بهرني سياست برخه ده. ۱۹۹۸ کال وو چې د قاسم سليماني د تېر ماموريت پر اساس دی د ايران په پوځ کې مهم کې مقام ته وګمارل شو او د قدس قومنداني ورکړل شوه.
 
۲۰۰۱ کال کې پر امريکا د القاعده بريدونه تر سره شول او واشنګټن کابل کې د طالبانو د رژيم د غورځېدو طرحه جوړه کړه. امريکا د خپلې طرحې د بريا په موخه د سيمې او په ځانګړې ډول د افغانستان ګاونډ هېوادونو سره خبرې او مشورې تر سره کړې. ايران کې قاسم سليماني وو چې له له امريکايي ډپلماټانو سره يې د طالبانو د غورځېدو په طرحه او پر افغانستان د امريکا د بريد برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. 

لبنان کې د قاسم سليماني په هڅو کې د حزب الله او د ايران د قدس ډلې اړيکې غښتلې او حزب د قدس له ملاتړ برخمن شو. ۲۰۱۱ کال کې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه ای قاسم سليماني ته د ډګر جنرال پوځي رتبه ورکړه. 

۲۰۱۲ کال کې چې د سوريې کورنۍ جګړه ونښته نو ايران د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ ته ورودانګل. قاسم سليماني سوريه کې د ايران د لاس وهنو او مداخلې مسووليت په غاړه درلود. نوموړی د ايران په استازېتوب د بشارالاسد د رژيم پوځي، سياسي او مالي ملاتړ کولو. 

۲۰۱۵ کال کې چې کله سوريه او عراق کې د داعش ډلې د طهور او فعاليت خبرونه نړيوال شول، نو قاسم سليماني د حزب الله، مسکو او سوريې سره يو ځای سيمه کې د داعش پر وړاندې جګړه کې مهم رول درلود. 

۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا، د امريکا متحدو ايالتو او اروپايي ټولنې قاسم سليماني سره د يو څو نورو ايراني جنرالانو د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي وو. 

قاسم سليماني د ايران حکومت او ولس لپاره اغيز لرونکی کس وو. د نوموړي وژنې د ايران سخته غوسه راپورته کړه او ايران درې ورځې ملي ماتم اعلان. قاسم سليماني په منځني ختيځ او سيمه کې د ايران د بهرني سياست ښه تر سره کوونکی مامور وو. نوموړی توانېدلی وو چې د طرحې او پلان مطابق سيمه کې د ايران سياستونه په عمل کې پلي کړي. 

ايران د قاسم سليماني د غچ اخېستو ويلي. عراق کې يې د امريکا متحدو ايالتو پر پوځي اډو د توغنديو بريد لومړی پوځي غبرګون وو او ګواښ کوي چې د قاسم سليماني غچ به هغه وخت بشپړ شي چې واشنګټن له منځني ختيځ بهر کېدو ته اړه کړ کړي.