د مجرمینو د نیولو په موخه کابل کې زر پوليس او ۳۰۰ موټر په بيلا بېلو برخو کې ووېشل شول

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، تېره ورځ له غرمې وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر د امنیتي حوزو د منسوبینو سربېره د وزارت د اډې نږدې زر تنه منسوبین له ۳۰۰ عرادو لېږدوونکو واسطو سره په کابل ښار کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره توظیف کړل.

توظیف شویو منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ګزمې پر مهال تراوسه څو تنه چپاولګران او لارنیوونکي له یو شمېر نقدو پیسو او موبایلونو سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولي دي.

یاد عملیات به کابل ښار کې د مجرمینو په ځانګړې توګه د موبایل او پیسو د غلو او شکوونکو تر بشپړ نیول کېدو دوام ولري.