د ايران ستر مذهبي مشر: عراق کې د امريکا پر پوځي اډو د ايران بريدونه د امريکا پر مخ څپېړه وه 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علی خامنه ای تېره ورځ ايران کې رسنيو ته ويلي دي چې عراق کې د امريکا پر پوځي اډو هوايي بريد د ايران کارو او دا د قاسم سليماني د وژنې يو غچ او د امريکا پر مخ څپېړه وه. 

تېره ورځ ايران عراق کې د امريکا متحدو ايالتو پر (اربیل او عین الاسد) پوځي اډو د توغنديو بريدونه وکړل. د امريکا متحدو ايالتو هم د دغه بريدونو پخلی کړی دی خو وايي مرګ - ژوبله نه لري. 

د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ هم په يو ټوېټ کې د يادو بريدونو ويلي دي او ليکلي چې نن ورځ به په اړه دريځ خپور کړي. 

د تهران او واشنګټن ترمنځ په روان کړکېچ کې د سيمې او نړۍ امنيت د اندېښنې وړ دی. د چين په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو له دواړه خواو غوښتي دي چې له زغم کار واخلي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.