تهران کې د الوتکې پریوتو پیښه کې ۱۷۰ تنه وژل شوي

روهي( څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي)، دا الوتکه چې شاوخوا ۱۷۰ تنه په کې سپاره وو، تهران هوايي ډګر څخه د پورته کیدو لږ وروسته پریوتله.  jj
 
د ایران دولتي تلویزیون او اوکرایني چارواکو ویلي، چې نن د چهارشنبې د ورځې په سهار ( مرغومی ۱۸ مه)د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې یوه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه، د تهران د امام خمیني د هوايي ډګر څخه د الوتنې لږ وروسته پریوتي، چې په کې ۱۷۰ تنه مسافر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.
 

د رویټرز خبري اژانس ته د اوکراین په مرکز کیف کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت یو مامور ویلي، په دې پیښه کې په الوتکه کې سپاره ټول مسافر او د الوتکې عمله وژل شوي دي.
 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د الوتکې څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس ویلي، چې اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې مربوط ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د تهران د امام خمیني هوايي ډګر سره نږدې پریوتې ده، چې د پریوتلو سره سم یې اور اخیستی دی.