کابل کې ۹۷ میله غیرقانوني وسلې کشف او ترلاسه شوې

روهي( څلور نۍ/۱۸ د مرغومي)، د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۹۷ میله بېلابېل ډوله غیرقانوني وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
 
یادې وسلې یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته تړاو لري، چې پنځه میله پیکا او ۹۲ میله کلاشینکوفونه پکې شامل دي.
 
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د پولیسو لا زیاتې پلټنې او ګروېږنې روانې دي.