عراق کې په پوځي اډو د بریدونو وروسته ټرمپ هر څه ښه دي

راپور: محمد مبین هڅاند  روهي ( څلورنۍ/۱۸ د مرغومي )، ټرمپ وروسته له هغې چې ایران په عراق هېواد کې د امریکایي پوځیانو په دوه پوځي اډو بریدونه وکړل ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې هر څه ښه دي.
 
ټرمپ زیاته کړې چې دوي د تلفاتو په اړه د مالوماتو راټولېدو په جریان کې دي.
 

ټرمپ همدا ډول ویلي مونږ د نړۍ په هر ځای کې ځواکمن پوځ لرو او زه به سبا سهار یو څه ووایم.