د پاکستان د پوځ یوه الوتکه غورځېدلې چې ۲ پیلوټان یې په کې مړه شوي

 روهي( څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي )،  میانوالی سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه الوتکه چې په تمریني ډول سره هوا ته اوچته شوې وه راغورځېدلې چې دواړه پیلوټان په کې وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې دا الوتکه ( اېف ټي ۷ ) نومېده چې سپاره دوه کسان په کې خالد او عبادالرحمان وو چې دواړه وژل شوي.
د الوتکې د غورخېدو لامل مالومولو لپاره یوه حییت ټاکل شوی دی.