د ایران له خوا په امریکایي پوځي اډو بریدونو سره د تېلو بیې لوړې شوې

 روهي( څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي )، وروسته له هغې چې په عراق کې د امریکايي پوځ پر دوو اډو د ایران د بالستیک توغندیو بریدونه وشول په نړیوال بازار کې د تېلو بیې ۴.۵ سلنه لوړې شوې.
ایران په تکراري ډول ویلي که له امریکا سره یې ټکر راشي هورمز تنګی به وتړي.
دا تنګی د خلیج او عمان سمندرګي ترمنځ نرۍ اوبلار ده او د عرب خلیج د غاړې هېوادونو پاموړ تېل له دې تنګي نړیوال بازار ته لېږدول کېږي.