ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

روهي( څلورنۍ/۱۸ د غبرګولي )، پنټاګون منلې ده چې ایران په عراق کې پر هغو دوه پوځي هوایي‌ اډو د توغندیو بریدونه کړي‌ دي چې امریکایي پوځیان پکې شتون لري.

 ایران منلې چې دا بریدونه یې د القدس ځواک د پخواني قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې کړي‌ دي.
پنټاګون ویلي دي چې د چارشنبې سهار بریدونو کې لږ تر لږه دوه پوځي اډې،‌ یوه په اربیل او بله په الاسد سیمو کې په نښه شوې دي.‌
تر اوسه مالومه نه ده چې د ایران په دې توغندیزو بریدونو کې امریکایي پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې که نه.

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو یوه قومندان له العالم شبکې سره خبرو کې ویلي، دا لومړنی ګام و او امریکایان نه پرېږدو.