ننګرهار والي ته د سرو زرو مډال ورکړل شو

روهي( درې نۍ/۱۷ د مرغومي )، ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته د یاد ولایت د زرګرانو له لورې د سرو زرو مډال ورکړل شو.
د ننګرهار ولایت بېلا بېلو قشرونو هم د ولسمشر څخه وغوښتل چې شاه محمود میاخېل وستایي.
د یاد ولایت خلکو وویل چې د سلګونو کلونو څخه په ننګرهار ولایت کې کلداره د چلښت وړ وه خو د شاخ محمود میاخېل په هڅو افغانۍ په ټول ولایت کې اوس د چلښت وړ ده.