ولسمشر  دکابل ښار په یوولسمه حوزه کې د تېرې شپې پېښې د ارزونې په موخه پلاوی وګوماره

روهي( درې نۍ/۱۷ د غبرګولي )، ولسمشر محمد اشرف غني د مرحوم امر عبدالستار د کورنۍ له یو شمېر غړو او دکوهدامن او پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو مشرانو او متنفذینو سره د کتنې پر مهال خپله خواخوږي څرګنده کړه.
 
په دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه او د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود په پیل کې حاجي الماس زاهد د مشرانو او شفیع الله د مرحوم امر عبدالستار د کورنۍ په استازیتوب په خپلو خبرو کې د یادې پېښې د جدي ارزونې او عدالت د تامین غوښتنه وکړه.
 
ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د خپلې خواشینۍ او خواخوږۍ څرګندولو پر مهال اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د یادې قضیې د جدي ارزونې په خاطر دې پلاوی وټاکي او پایلې دې ژر تر ژره جمهوري ریاست ته وړاندې کړي، ترڅو د هغو په رڼا کې لازم اقدامات او تصامیم ونیول شي