غزل

لامــې په یاد یــې لا د ځان په نــوم تا پیژنـــمه
ګــرانه زه اوس هـــم د جانان په نوم تاپيزنـــمه
بلا دردونه دې ووډلـــي زما په روح کـــې اشنا
خدایزده چــې ولې د درمان په نوم تاپیژنــــمه

زه چې زرغون یم په دې شاړو نوربه څه پیژنم
زما ســــیرابه د باران په نــــــوم تا پیـــــژنــمه
هسي خو ډیرې څپې سروهي ستنیږي بیرته
دروح ساحل کې دتوپان په نوم تاپیــــژنـــــمه
یقین دې وشه هـــرتصویرته رنګ له تا را اخلم
د خیال په چـــم کې دارمان په نوم تاپيژنــــمه
دسرقاتلـــه!( زما) امید دترحـــــم چــــې کوم
سبب یې دا چـې دانسان په نوم تا پیژنــــــمه

\"\"