د متحده عربي اماراتو روزنیز کمپ لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله وټاکل شوه

روهي( درې نۍ/۱۷ د غبرګولي )، افغان ملي لوبډله به راتلونکې اونۍ د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکي جوړښت (فټنس) په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته سفر وکړي.
 په دغه هېواد کې به د دوه اونیو لپاره روزنیز تمریناتي کمپ ترسره کړي چې په لړ کې به یې د لوبغاړو پر تخنیکي اړخونو، غوره توپوهنه او چټکه توپ اچونه ډېر کار وشي.
یاده لوبډله کې اصغر افغان، حضرت الله ځاځئ، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، نجیب ځدران، نجیب الله ترکی، میرویس اشرف، رحمت شاه، شاپور ځدران، کریم جنت، عثمان غني او ځینې نور لوبغاړي شامال دي