سټولټنبرګ: پر سلیماني برید د ناټو کار نه و

روهي( درې نۍ/۱۷ د غبرګولي )، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون ورځ  په بروکسل کې د خبرو پر وخت وویل:

پرونۍ د ناټو شورا په بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې د ناټو د سرمنشي په وینا د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکو، د ناټو غړو ته په بغداد هوايي ډګر کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو تر شا انګېزه بیان کړه، خو هغه په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌ کړل.
 
سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې د ډرون هغه برید چې په‌کې د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني په شمول ۱۰ کسان ووژل شول، د امریکا پرېکړه وه، خو زیاته‌ یې کړه چې د ناټو نورو غړو هم په منځني ختیځ کې د ایران د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونه په اړه له اوږدې مودې راهیسې خپلې اندېښنې تکرار کړي.
 
هغه زیاته کړه: "دا د امریکا پرېکړه وه، دا پرېکړه د ناټو او یا هم د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف پرېکړه نه‌ وه، خو د ناټو ټول متحدان په سیمه کې د ایران د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.