افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن ورځ د بنګله دېش سره لوبه کوي

روهي( درې نۍ/۱۷ د غبرګولي )، نن د سویلي افریقا په پوچیفسټروم کې د بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو پر وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کړي.
 

 افغان لوبډلې پرون خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د NW سیمه ییز پوهنتون لوبډلې پر وړاندې د باران ورښت له امله نه وه ترسره کړې.
 
 
د  ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د نړیوال جام لوبو لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات هم ترسره کړي دي.