هوا پېژندنې اداره: په ۲۰۲۰ م کال په ۱۰ او ۱۱ تاریخ به سپوږمۍ تندر ونیسي

روهي( درې نۍ/۱۷ د مرغومي )، د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي جې د روانې میاشتې په ۱۰تاریخ د شنبې په شبې د سږني لمریز کال لومړی ځل سپوږمۍ تندر ونیسي.
 
 
د هوا پیژندنې څانګې په وینا ، د سږ کال لومړۍ سپوږمۍ به د جنوري د ۱۰ او ۱۱ ترمنځ ترسره شي. د سپوږمۍ دا تندر نیونه به د افغانستان، پاکستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ولیدل شي.
 
 
سپوږمۍ به ۸ دقیقې پاسه ۱۰ بجې شروع او تر ۱۰ دقیقې پاسه ۱۲ بجې پورې به دوام وکړي.