روهي (درې نۍ/۱۷ د مرغومي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې هېواد يې د امريکا متحدو ايالتو او ايران ترمنځ په روان کړکېچ او احتمالي جګړې بې طرفه پاتې کيږي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې زمونږ دريځ روښانه دی، سيمه ييزو شحړو کې به مونږ داخل نه شو او زمونږ خاروه به د هېڅ يو هېواد پر ضد استعمال نه شي.
قريشي دا اندېښنه هم ښوودلې ده چې د قاسم سلمياني وژل کېدل به د افغان سولې پر روانو خبرو منفي اغيز وکړي.
قريشي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې تېره د پاکستان په کراچۍ ښار کې سلګونه کسانو د قاسم سليماني د وژنې پر ضد لاريون وکړ او د امريکا ضد شعارونه يې ورکول.
وروستي