د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په عملياتو د يو جهادي قومندان په شمول پنځه کسان کابل کې ووژل شول 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د مرغومي) تېر ماښام کابل ښار خيرخانې مېنه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د قومندان ستار په نوم يو پخوانی جهادي قومندان او ور سره څلور نور کسان وژل شوي دي. سيمه کې عيني شاعدانو رسنيو ته ويلي دي چې عمليات تېر ماښام پر هغه کور شوي چې قومندان ستار په کې ملېمه وو. 

د امر ستار د کورنۍ غړي او نېږدې خپلوان وايي چې په دې عملياتو کې په خپله قومندان ستار، د هغې زوی، د کور مالک او د هغې زوی او يو بل کس وژل شوی او دوه کسان امنيتي ځواکونو له ځان سره وړي دي. 

طلوع نيوز د ملي امنيت له قوله ليکلي دي چې دغه رياست د شوي عملياتو پخلی کوي، خو اوس مهال يې په اړه مالومات نه دي ورکړي. 

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ډلې لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپل فېسبوک د امر ستار پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې په دې اړه ټاکل شوی پلاوی پلټنې تر سره کړي.