شاعر

لمر جهان او سحرا بیګانه
دا خندا او لیلا بیګانه

درد، غم او ژړا ببګانه
روح غلیمه او دا سا بیګانه

وطن او دا هوا بیګانه
هر څه ورک او آشنا بیګانه

غر، چینه او سحرا بیګانه
محراب منبر او ملا بیګانه

هر څه او هر څه بیګانه
ورکه مسکا او دا ښکلا بیګانه

سمندر، څپه او دا هوا بیګانه
اخلاص او صفا بیګانه

ورک عدل او دا پاچا بیګانه
سرې وینې او دا بې پروا بیګانه

سپینه ماڼۍ او دا کلا بیګانه
په نیستۍ کې دا ګدا بیګانه

جنازې سپرې او ژړا بیګانه
د کلي شور او خندا بیګانه

توره پرخه او سحرا بیګانه
د طبیعت هره ادا بیګانه

سپوږمۍ په بیګا بیګانه
هر څه او هر څه بیګانه

اسلام او دا فتوا بیګانه
د زم زمو پور او قضأ بیګانه

ملا نن له ملا بیګا نه
قاضي له فتوا بیګانه

دا فیصله له بقا بیګانه
د تاریخ کرښه بیا بیګانه

لمر له ښکلا بیګانه
هستي او خاني له بقا بیګانه