پارلماني ټاکنې دې لغوه شي !

دا خبره به ډېره سخته وي چې سړی یې دومره په اسانی سره وکړي چې د یو هیواد پارلماني ټاکنې دې له مخې لغوه وبلل شي ، په تېره بیا د افغانستان غوندې هېواد کې چې د پردیو په اقتصاد یې ترسره کړي وي او په لسګونو بې ګناه وګړيو او د هیواد سرتېرو خپل ژوند دهمدې لپاره قرباني کړی وي او په سلګونو افغانانو ددې لپاره شپه ورځ یوه کړي وي او بلا ستونزې یې ګاللي وي ،خو له دې سره سره که دا ټاکنې بریالی وبللی شوې او همدغه بریالي بللل شوي نوماندان که د هیواد پارلمان ته راغلل نو بیا به څه کیږي ؟
دا ومنی چې په دې هېواد کې به یوه نوي بلا لنګیږي ، یو ستر ناورین به رامنځ ته کیږي ، چې بیا به نه زما له وسه پوره وي او نه به ستا ، چې کومه چاره ورته ولټوو او بېرته به د کورنی جګړې انتظار باسو او د طالبانو راتګ ته به قرانونه ورتښتوو.
که د هیواد ولسي جرګې ته دا ځل بریالي بلل شوي خلک راغلل چې په سرکې یې د حفیظ منصور ، لطیف پدرام او نورو ... نومونه ښکته پورته کیږي ، نو څه اټکل کوی چې دغه خلک ، چې د افغان له نوم سره پلرنئ دښمني لري په کرار به کیني او د هیواد ملي ګټې به په نظر کې ونیسي ؟
ددې خبري ځواب او اټکل هر باشعوره افغان کولی شي ، نور سپیناوي ته یې اړتیا نه وینم .
خو چاره څه ده ؟
څوک ددې تضمین او ګرنټي ورکوي چې که دا ټاکنې لغوه شي نو راتلونکې ټاکنې به رڼې او یو مخیزې وشي ، بیا به درغلی نه کیږي او داسې پردي پاله به نه راځي او د افغان ملت په ارمانونو به لوبې نه کیږي ؟
هېڅوک دا تضمین نه شي ورکولی او نه په اوسنیو شرایطو کې دا کار ممکن دی .
له هر څه وړاندې دا د هر افغان وړاندیز او هیله ده چې سوله رامنځ ته شي ، نو هله به ټاکنې رڼې وي او هله به افغانان خپل ریښتیني استازي وټاکي ، خو د سولې په نارو خو زموږ ستوني وچاودیدل ، دومره ورته تږي یو او دومره رانه لیرې ده چې اوس راته سوله یو افسانوي وجود ښکاري او پر حقیقت یې هیڅ باور نه کوو .
د سولې عالي شورا جوړه شوه خو څه لاسته راوړنې لري ؟
د امن ګډه جرګه جوړه شوه څه لاسته راوړنې یې درلودې ؟
د مذاکراتو ګنګوسې او اوازې خپریدې نو اخر څه وشول ؟
او همداسې نورې هڅې چې کیږي او یا وشوې هغه پایلې او لاسته راوړنې یې کومې بلا وخوړلې ، ولې دې ملت ته سپینه خبره نه کیږي چې د غوټې سره چېرته دی .
دا هغه خبرې او پوښتنې دي چې د یادې کشالې هواری ورپسې غوټه دی ، زما وړاندیز د ټولمنلیو پارلماني ټاکنو لپاره دادی چې د اوسني پارلمان موده دې د قانوني مرجع له لارې تر یوه کاله نوره هم وغځولی شي او ددغه یو کال په موده کې دې په هر ډول او ممکنې لارې چې وي
له وسلوالو مخالفینو سره که طالبان دي که حزب اسلامي دی ریښتیني خبرې وشي او ددوی وړاندیزونه دې حداقل ومنلی شي .
که طالبان یا حزب دا غواړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه دې په ډاګه شي نو په دې کې څه بدي ده ، نړیوال ځواکونه خو همدا نارې وهي چې ترڅو پورې چې موږ ته په افغانستان کې اړتیا وي ، وو به او په کومه ورځ چې اړتیا نه وي بیرته ځو ،
کله چې طالبان او حزب اسلامي له دولت سره یو ځای شي ، نو په دې کې خو شک نشته چې سوله او ثبات به رامنځ ته کیږي ، کله چې سوله او ثبات رامنځ ته شي نو بیا نړیوالو ځواکونو ته څه اړتیا ده چې دلته پاتې کیږي ؟ .
که مخالفین د افغانستان له اساسي قانون سره ستونزه لري او تغیر یې غواړي نو څه ټکه رالویږي ، همدغه اساسي قانون د لویې جرګې له لورې وړاندې شوی او منل شوی ، بیرته دې لویه جرګه راوغواړي د مخالفینو استازي دې پکې وي تغیر دې پکې راولي .
که مخالفین له سره د ولسمشری او ملي شورا لپاره ټولټاکنې غواړي ، نو ودې شي چې ملت په ریښتیني ډول خپل استازي پرته له وېرې او ډار څخه وټاکي .
داسې نورې وړې لویې غوښتنې او وړاندیزونه به د دولت مخالفین لري ، هغه دې هم ترخپله وسه دولت ورسره ومني او مخالفین دې هم له مخې په نچ نه خیږي د دولت وړاندیزونه دې هم تر یوې کچې ومني نو هلته به ریښتینې ملي شورا رامنځ ته شي او ولس به پر دولت باور پیدا کړي او خپل به یی وبولي او دولت به هم په ارام سره ددې ملت د خدمت جوګه شي او افغانستان به د ښېرازی پر لور رهي شي .