شرابي يم، شراب بڼې مې غزلې
ملا څه له اوس راسکڼې مې غزلې
سترګې، زنه، اننګي، شونډې، غاښونه
دنګه ونه، خورې څڼې مې غزلې
د مماڼو، د ګورګرو د کاله يم
ما راوړې دي کرکڼې مې غزلې
د زړه وينې مې دي تاته ننواتې
ښکاري ولې درته چڼې مې غزلې
زورورې لونګين دې دى بې شرنګه
په کې وپېيه مشکڼې مې غزلې
له فدا نه چې محشر کې حساب غواړې
ربه وشمېره ښيګڼې مې غزلې
میوند فدا
وروستي