له پښتنو بېچاره ګانو نه اوس لوری ورک دی، دښمنان یې دومره ډېر شوي چې اوس یې تفکیک ورته بالکل ناشونی شوی، هر وخت سرګرمه وي کله یو ته د شک په سترګه ګوري او کله بل ته، کله یو ته د دوستی تمه پیدا کړي او کله بل ته، خو هر ځلې په خپل اټکل کې ناکام شوي دي او هر ځل ورته هر دوست دښمن دی او هر دښمن هم ورته دښمن دی، نه په ځان راټولیدی شي او نه پر بل باور کولای شي، نه یې مشران څوک زغمي او نه یې د سر سړي، نه د دوی شتون او سترتوب چاته د منلو دی او نه یې کار څوک په کار حسابوي، بس یوه تمه چې شته هغه یوازې د خدای ده، چې یا ورته یو ځانګړی پیغمبر راولیږي او یا یې په سرونو کې عقل ور ټېله کړي او لږ یې په سد راولي.
افغانستان اوس د مافیا، فساد او زورواکانو په اډه بدل شوی، دلته هر سړی چې لږه یې چلیږي په یو نه یو ډول په یوه بده پدیده کې لاس خامخا لري، خو د دوی سرخېل بیا د ګوتو په شمېر دي چې هم واک چلوي او هم د خلکو ویني زبیښي.
دا اوس د لمر په څېر څرګنده ده چې په افغانستان کې تر ټولو فاسدې څېرې څوک دي او څه کاره دي، د دوی شتمنۍ څومره دي او چېرته یې خوندي کړي او له کومه یې کړې، خو دا چا هغوی له پښتنو پرته په نورو قومونو پورې تړلي دي او د هغو قومونو اکثریت د داسې بدو او فاسدو خلکو ملاتړ کوي او دغه فاسد شخصیتونه یې هم په یو نه یو ډول حمایه کوي، نو د هغوی نوم اوس څوک نر دی چې په خوله یې واخلي، له مارشاله رانېولي تر مسعود خېلو، عبدالله او عطاخېلو پورې تر پوزې په فساد، قاچاق او نورو ناروا کړنو کې لاس لري او لا لګیا دي، خو یوه ورځ هم کومې رسنۍ پرې کوم ځانګړی رپوټ جوړ نه کړ او نه یې هم د هغو غږونو ملا وروتړله چې د هغوی په ضد پورته شوي وو، ځکه چې دغه رسنۍ هم زیاتره د هغو قومونو د سرخېلانو سره په یو نه یو ډول تړاو لري او یا د یو شمېر فاشیستو او متعصبو خلکو دي، چې له پښتنو سره ازلي دښمني لري او هېڅکله به دا ګناه ونه کړي چې د خپل قوم ولا د یو چا راز او نیاز رابرسېره کړي.
د پښتنو رسنیو خو دې خدای مل شي، هغوی خو یوازې ډمګری ته پرېږده چې ټوله ورځ ډمانو ته څڼې واچوي، ښه کنسترټونه جوړ کړي او ښې مستې سندرې خپرې کړي، د پښتنو د شعور جوړېدل په کار دي، یوازې ژبه نه ده چې ورپسې مو بډې وهلي دي چې دا باید عامه کړو، سمه ده دا هم ډېره مهمه ده، خو اې پښتنو تاسو پوهېږئ چې هره ورځ مو د شخصیتونو ترور روان دی او هره ورځ ستاسو یو یو د سر سړی د طلوع خېلو او نورو له خوا ترور کېږي، یوه ورځ د ګل اغا شېرزي پرتوګ وباسي، بله ورځ د حضرت عمر زاخېلوال، حامد کرزي، عبدالکریم خرم، احمدولي کرزی او داسې نور نور او نور، خو ایا یوه ورځ تاسو په دې طلوع تلویزیون کې ولیدل چې د عطامحمد نور د غلاګانو، شوکو او غصب په اړه یې یو څه ویلي وي، یوه ورځ مو ولیدل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د میلیونونو میلیونونو ډالرو په اړه یې څه ویلي وي او هغه د تورن اسمعیل خان خبره چې لودین راپورته کړه، ایا له دوه او درې ورځو وروسته تاسو ولېدل چې طلوع خېلو بیا پرې څه خبر لرلای وي؟ خو د حضرت عمر زاخېلوال خبر هره ورځ په طلوع کې خپریږي او حتا تردې چې د ژورنالېزم اصول او اخلاق یې ورته تر پښو لاندې کړي دي او له خپلې خېټې داسې خبر جوړ کړي چې زاخېلوال ډپلوماتانو ته ژړل او له هغوی څخه یې د ځان د سپیناوي لپاره مرسته غوښته، خو په دغه ټول رپوټ کې چې یو لس دقیقې و، هېڅ سرچینه او منبع یې نه وه معلومه، دوی دومره د پښتنو ضد او بنسټیز دښمنان دي، چې انساني کرامت هم ورته تر پښو لاندې کوي او افغاني ارزښتونه هم ورته پرېږدي او د زاخېلوال د
مېرمنې او کورنۍ عکسونه هم د فیسبوک او خپلو رسنیو له لارې خپروي، خو زموږ خوار مړي پښتانه چې شعور ته یې صفر ږدو، ولا که تراوسه یې غوږ هم پرې ګرولی وي.
څه شول هغه نران پښتانه چې هره ورځ به په تلویزیونونو کې ناست وو او ځانونه به یې د پښتنو مدافعین بلل، څه شول هغه پښتانه چې شخصیتونه چې د پښتو او پښتون په نارو یې ځانونه میلیونران کړل او اوس په سوړو ننوتي دي، څه شول هغه پښتانه چې د پښتنو د دفاع په نوم یې رسنۍ جوړې کړې، خو چې د عمل میدان راغی، نو (حجره یې شته، طالب یې نشته)
زما پښتون ملته! ترڅو چې ته په خپله ځان ونه پېژنې او تر څو د خپل ځان او د خپلو مشرانو ننګه ته په خپله ونه کړې، نو هغه وخت لیرې نه دی چې ووایي، بود نه بود یک قوم بود به نام پشتون...
میوند فدا
وروستي