الجزيره: انګلستان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې عراق او ايران ته سفر ونه کړي
روهي (نۍ/۱۴د مرغومي)، تېره ورځ بغداد کې د ايران د قدس ډلې مشر قاسم سليماني له وژل کېدو وروسته، د برېتانيا حکومت له خپلو وګړو غوښتي دي، چې ايران او عراق ته د سفر له کولو ډډه وکړي.
د انګلستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې وګړي يې يوازې د زياتې اړتيا په صورت کې کولی شي ايران او همدا ډول د عراق کُرد سيمې ته لاړ شي.
امريکا پرون په بغداد کې د ايران د قدس ډلې مشر قاسم سليماني ووژلو چې په دې سره منځني ختيځ کې د تاوترخوالي په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.
د قاسم سليماني وژنې بيلا بيل غبرګونونه راپورته کړي دي. افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول يو شمېر سياسيونو د سليماني پر وژنې خواشيني ښوودلې ده.
اېکسپرېس ټرېبيون: اندونزيا کې سيلابونو ۵۳ کسان وژلي
اندونزيا کې له تېرو څو ورځو راهېسې سختو بارانونو او سيلابونو ۵۳ کسان وژلي دي او په سلګونه زره نور يې ګډوالۍ ته اړ کړي دي.
پلازمېنې جاکاترا سره نېږدې سيمې سختو سيلابونو ځپلې دي او ډېری د استوګنې کورونه په کې نړېدلي دي. دغه سيمو کې خلک لومړنيو مرستو ته اړتيا لري او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
د اندونزيا د طعبيي پېښو ادارې ويلي دي چې تر اوسه يو کس ورک او د ۵۳ جسدونه پيدا شوي دي، خو لا ې هم په سيمه کې پلټنې روانې دي.
رشیه ټوډې: د (ليبيا ملي پوځ) د ترکيې خلاف د جهاد امر کړی
ليبيا کې د واکمن حکومت خلاف وسله والې ډلې (چې د ليبيا ملي پوځ) په نوم ده د ترکيې هېواد پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړې ده.
د ليبيا ملي پوځ په نوم د ليبيا حکومت مخالفې وسله والې ډلې وروسته له د ترکيې حکومت بر وړاندې د جهاد اعلان وکړ، چې د ليبيیا حکومت له ترکيې د پوځې مرستې غوښتنه کړې او ترکيې يې مثبت ځواب ورکړی.
د دغه وسله والې ډلې جنګياليو دا ادعا هم کړې ده چې تېره ورځ يې د ليبيا پلازمينې طرابلس سره نېږدې د ترکيې يوه بې پېلوټه الوتکه هم را غورځولې ده.
العربيه: اردوغان ته د ټرمپ خبرداری: ليبيا کې پوځي لاس وهنې وانه کړې
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان ته خبرداری ورکړی دی چې په ليبيا کې دې له هر ډونل پوځي او سياسي او لاس وهنو لاس پر سر شي.
ټرمپ ويلي دي چې په ليبيا کې د ترکيې نظامي لاس وهنې وضعيت لا کړکېچ خوا بوځي او ترکيې بايد په دې اړه فکر وکړي چې ليبيا کې د پوځي عمل اجازه نه لري.
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د ليبيا د حکومت په غوښتنه ترکيې دغه هېواد ته د پوځيانو لېږلو پرېکړه تصويب کړه.
وروستي