د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلور نۍ/چهار شنبه)

الجزيره: کېم جونګ اون: د اټومي انرژي پراختيا ته ادامه ورکوم 
د شمالي کوريا مشر کېم جونګ تېره ورځ د خپل ګوند د کنګرې په ناسته کې وويل، چې هېواد به يې د اټومي پروګرام پراختيا ادامه ورکړي. 

له تېرې درېيو ورځو د شمالي کوريا د واکمن کمونېست ګوند د کنګرې څلور ورځنۍ ناسته روانه ده چې کېم جونګ د خپل هېواد د حاکميت څخه د دفاع په پار د پوځي او سياسي اقداماتو خبرداری ورکړ. 

کېم جونګ وايي چې اټومي پروګرام به متدوام وساتي خو په ورته وخت کې يې د ستونزو د حل په پار د خبرو د دروازې هم خلاصې وي. 

جيونيوز: پاکستان کې د عيسوي کال لمانځنې پر مهال هوايي ډزو کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي 
 د پاکستان کراچۍ کې تېره شپه د نوي عيسوي کال د لمانځنې په جشن کې خلکو هوايي ډزې کړې او په پايله کې يې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

کراچۍ کې چارواکي وايي چې د ښار په بيلا بيلو برخو د نوي عيسوي کال د شروع کېدو پر وخت هوايي ډزې شوې چې ياد تلفات يې رامنځ ته کړي دي.

پوليسو ويلي دي چې د دغه هوايي ډزو په تور يې يو کس نيولي دي. د پېښې ټپيان کراچۍ کې نېږدې روغتونو ته وړل شوي دي.

العربيه: عرب ټولنې ليبيا کې يې د ترکيې له پوځي شتون سره مخالف ښوودلی 
 عربي ټولنې يا Arab League د ليبيا او ترکيې حکومت ترمنځ د نوې پوځي دننه کېدې په اړه غبرګون او مخالفت ښوودلی دی. 

مصر کې د عربي ټولنې دايمې استازي ويلي دي چې ليبيا ته د ترکيې ځواکونو لېږل د ليبيا په چارو کې لاس وهنه ده او په ليبيا کې شته تاوتريخوالی لا پرخوالی شي. 

 ولسمشر رجب طيب اوردغان لیبيا ته د پوځيانو د لېږد طرحه د خپل هېواد پارلمان ته لېږلې ده او د پارلمان له تصويب وروسته به ترکيه ياد هېواد پوځيان ولېږي. 

د ليبيا د دولت مشر چې ملګري ملتونه يې په رسميت پېژني له ترکيې غوښتي دي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه دې پوځيان ورولېږي. ولسمشر ټرمپ هم د ليبیا حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی. 

رشيه ټوډې: بغداد کې يې پر سفارت له بريد وروسته واشنګتن ۷۵۰ پوځيان لېږي 
تېره ورځ د عراق پلازمېنې بغداد کې د واشنګټن پر سفارت وسله وال بريد وشو. بريد کې د سفارت ودانۍ ته يو څه زيان رسېدلی دی. 

په سفارت څو ساعته جګړه تر سره شوه چې وروسته د هوايي ځواک په ملاتړ پای ته ورسېده. ولسمشر ټرمپ د دغه بريد تر شا د ايران لاس بللی دی. 

د دغه بريد وروسته د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت ويلي دي، چې منځني ختيځ ته به تازه دمي ۷۵۰ پوځيان ولېږي ترڅو د خپلو خلکو ساتنه وکړي. 

واشنګتن په منځني ختيځ کې تر ۶۰ زره پوځيان لري چې له منځ يې ۵ زره په بغداد کې مېشت دي. متحدو ايالتو ۲۰۱۹ کال ۱۴ زره اضافي پوځيان منځني ختيځ ته د ولسمشر ټرمپ د سټراېژۍ وروسته ولېږل. 

ټايمز اف انډيا: چين د پاکستان د بحري ځواک د غښتلتيا په هڅه کې  
 د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي دهليز د تړون او همکاريو په ترڅ کې چين دوه ګزمه کوونکي کښتۍ د پاکستان د بحري پوځ په واک کې ورکړې دي. 

د پاکستان د بحري ځواک مرستيال عارف الله حسيني تېره ورځ يادې کښتۍ له چين تر لاسه او زياته کړې ده چې له همدې نېټه به د پاکستان په بحري پوخ ک:ې ماموريت پيل کړي. 

حسيني دا هم ويلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به چين د "Dasht" او "Zhob" په نومونو دوه نورې کښتۍ هم پاکستان ته ورکړي. 

چين او پاکستان کابو له تېرو ۷۰ کالونو سياسي، پوځي او اقتصادي اړيکې لري خو په دې وروستيو کې د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز په جوړېدو دغه اړيکې لا غښټلې شوې دي. 

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز کې اوس مهال دواړه هېوادونو تر ۴۵ مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه کړې ده. چين د ټېکنالوژۍ، وسلو او توليد په برخه کې د پاکستان لاس نيوی کوي او بيا پاکستان خپل ګودار بندر د چين پر مخ خلاص کړی چې  له لارې يې مرکزي اسيا ته سوداګري کوي.