کېم جونګ اون: د اټومي انرژي پراختيا ته ادامه ورکوم 

کېم جونګ اون: د اټومي انرژي پراختيا ته ادامه ورکوم 
روهي (څلورنۍ/۱۱ د مرغومي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ تېره ورځ د خپل ګوند د کنګرې په ناسته کې وويل، چې هېواد به يې د اټومي پروګرام پراختيا ادامه ورکړي. 

له تېرې درېيو ورځو د شمالي کوريا د واکمن کمونېست ګوند د کنګرې څلور ورځنۍ ناسته روانه ده چې کېم جونګ د خپل هېواد د حاکميت څخه د دفاع په پار د پوځي او سياسي اقداماتو خبرداری ورکړ. 

کېم جونګ وايي چې اټومي پروګرام به متدوام وساتي خو په ورته وخت کې يې د ستونزو د حل په پار د خبرو د دروازې هم خلاصې دي.