افغانستان

افغانستان
جام د کوثر که د شهيد پر شونډو پروت و بيا هم
د خــــپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کــــــــې به و
خدای که په دې دنيا جنت وای پيداکړی چېرته
زه په ايمان وايم چې ګران افغانستان کې به و
×××

چې د خدای سره غږېږم
راوړه سترګې دې زما سترګو کې کېږده
چې لوړ غرونه درته لوړې ايينې شــــي
چې د خدای سره غږېږم ته راياد شې
د ا ګوناوې دي جانانه تاپسې شـــــي
×××
اووم براعظم
اور اور شي غوښتنې اخ چې خام نظر په خامه خوله
مينه شـــــي د ګلو کتا بونه غېږ کــــــې ونيســــــي
اوس چې شو اووم براعظـــــــم د ښکلا ځوان جانان
اوس به د ســــــپرليو هيوادونه غـــــــېږ کې ونيسي
×××
کاڼي چې مين شي
خدايه! مستانه سترګـــــې يې واوښتــــــې له غرونو نه
چاته به دمينــــې خــــــــــــوږې لارې ترېنه جوړي کړي ؟
مـــــه کوه زمونږ د ځـــــوانو زړونو د مـرګــــــــي هڅــــه
کاڼي چې مين شي خدای هيندارې ترېنه جوړې کړي

سيدجيلاني جلان