جيونيوز: ۲۰۱۹ روسيه کې د ترټولو ګرم کال رېکارډ جوړ کړ 

جيونيوز: ۲۰۱۹ روسيه کې د ترټولو ګرم کال رېکارډ جوړ کړ 
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، د روسيې د هوا ادارې مشر تېره ورځ يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې روان ۲۰۱۹ کال په روسيه کې ترټولو سخت ګرم کال ثبت شوی او پخواني رېکارډونه يې مات کړي دي. 

دغه کال کې د هوا د تودخي درجه تر ۷،۶ او ۷،۷ سانتي ګرېډ وه چې پخواني د تودخي رېکارډ مات کړی دی. 

د روسيې د هوا اداره وايي چې د ۲۰۲۰ کال جنوري مياشت به هم د ۲۰۱۹ په څېر ګرمه مياشت وي. دوی د هوا د تودخي لامل د نړيوال اقليم ګرمېدل يادوي. 

د روسيې په تېر سل کاله کې د ډسمبر دغه مياشت تر ټولو ګرمه مياشت رېکارډ شوې ده. روسيه په عموم کې سړه هوا لري او په شمالي  قطب کې پرته ده.