الجزيره: کېم جونګ اون: د خپل هېواد ملي حاکميت په پار له پوځي او سياسي لارو کار اخلم 

کېم جونګ اون: د خپل هېواد د ملي حاکميت په پار له پوځي او سياسي لارو کار اخلم 
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د واکنم کمونېسټ ګوند کنګرې په ناسته کې ويلي دي، چې د خپل هېواد د ملي حاکميت او خلکو د خپلواکۍ په پار به له د پوځي او سياسي متقابل اقدام څخه ګټه واخلي. 

نوموړي تېره ورځ د کمونېسټ ګوند د کنګرې په څلور ورځنۍ ناسته کې اووه ساعته وينا کړې. کېم په دغه ناسته کې د شمالي کوريا د اقتصادي پراختيا موخې هم موخې هم رسنيزې کړې. 

کېم جونګ سبا بيا د خپل ګوند په سياسي کنګره کې وينا کوي او د نيو ۲۰۲۰ کال لپاره به اقتصادي، سياسي او پوځي برخو کې د حکومت پالېسۍ په ډاګه کړي. 

شمالي کوريا د امريکا متحدو ايالتو سره د اټومي وسلو پر سر خبرې ځنډولې دي او تمه ده چې کېم جونګ به د ۲۰۲۰ کال پوځي او سياسي پالېسۍ کې ياده مساله هم ورګډه کړي.