انګلېسي له روهي سره زده کړې ـ ګرامري تېروتنې

انګلېسي له روهي سره زده کړې ـ ګرامري تېروتنې
شمس رحمانزی 
د انګلېسي ژبې درې هغه ګرامري تېروتنې چې ډېری زده کوونکي ور سره مخ کيږي. 

۱- د  Affect او Effect ترمنځ توپير: انګلېسي او يا هم پښټو ژبه کې به د نوم او فعل ترمنځ توپير سره بلد وی. دغه دوه کلمې همدا توپير لري.   Effect نوم دی چې د اغېز په مانا دی، خو بيا  Affect فعل دی چې د اغيزمن کېدل/اغېز درلودل په مانا دی. 
بېلګه: It affects me. هغه پر ما اغېز کوي. ?What will be the effect اغېز به يې څه وي؟ 

۲- د i.e. او e.g. ترمنځ توپير: دغه دوه کلمې تر ډېره د بېلګې په مانا يا مثال په مانا کارول کيږي او زده کوونکي يې بې توپيره کاروي. 
د  e.g. مانا ده د بېلګې په ډول يا د مثال په ډول. I eat rice, .e.g زه د مثال په دول زه وريجې خورم. د i.e. مانا ده په بل عبارت يا په بل مفقوم سره.

The hotel is seven moths, i.e. from October to March. 
هوټل اووه مياشتې تړلی وي، مطلب له مارچ بيا تر اکټوبر. دلته يو ځل د اوو مياشتو خبره شوې ده خو بيا همدا د اوو مياشتو مفهوم په بل دول سره يانې له مارچ تر اکتوبر ښوودل شوی دی. 

۳- د Alot او  A lot ترمنځ توپير: A lot د ډېر په مانا دی. لکه، She has a lot of friends. هغه ډېر ملګري لري. خو که چېرې يوځای لکه Alot ولېکل شي نو هېڅ مانا نه لري، بلکې د a lot ناسمه املا ده.