جيو نيوز: افغان طالبانو پر لنډمهاله اوربند هوکړه کړې 

جيو نيوز: افغان طالبانو پر لنډمهاله اوربند هوکړه کړې 
روهي (دوه نۍ/دو شنبه)، پاکستانۍ جيور نيوز رسنۍ لېکلې دي، چې افغان طالبانو له افغان حکومت سره د لنډ مهاله اوربند هوکړه کړې ده. جيونيوز د اسوشېټېډ پرېس آژانس د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې د طالبانو رهبري شورا د اوربند په اړه هوکړې ته رسېدلې ده. 

تر اوسه طالبانو دا نه دي ويلي چې له کومې ڼېټې به دغه اوربند پيل او تر څومره وخت به دوام وکړي. د دغه اوربند موخه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ښوودل شوې ده. 
ځيني راپورونه وايي چې ښايي د طالبانو اوربند به تر لسو ورځخو دوام وکړي. تېر کال په کوچني اختر هم افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره اوبرند وکړي، چې له هرکلي سره مخ شو.