نړۍ کې هر کال ۴۲۰۰۰۰ کسان د ناولو خوړو دله کبله مري

روهي( دوه نۍ/۹ د غبرګولي )، هر کال په نړۍ کې په هر ۱۰ نفرو کې یو نفر ناروغه کوی او ۴۲۰،۰۰۰ وګړې د ناولو خوړو له کبله مړه کیږي.
 
 
د پاکو خواړو لپاره پنځه کارونه چې باید ورته پام وکړئ:
 
۱. پاکي او صفایي ته پام وکړئ:

- د خواړو له تیارولو څخه مخکې او د خواړو د تیارولو او خوړو خوړلو وروسته لاسونه بیا بیا ومینځئ.

- د تشناب د استفادې څخه وروسته لاسونه ومینځئ.

- د خواړو د تیارولو لپاره چې له هر ډول اسبابو او ځایونو څخه کار اخلی هغه به حتمي باید پاک وي.
 
- اشپزخانه او خواړه له هرډول حشراتو او خزنده ګانو څخه پاکه وساتئ.

۲. پاخه او خام خواړه سره لیرې وساتئ.
 
- هر ډول خامه غوښه له نورو خواړو څخه لیرې وساتئ.
 
- د خامو خواړو د تیارولو او ټوټه کولو لپاره جدا چاړه او تخته وکاروئ.
 
- هر ډول خواړه په بیلو بیلو کاسو یا قابونو یا دیشونو کې وساتئ تر څو خام او پاخه خواړه سره ګډ نشی.
 

۳. خواړه ښه سم پاخه کړئ.
 
- خواړه او بیا خصوصا غوښه که د غټ مال غوښه وی او یا د واړه مال او که د هر ډول چرګان او یا د بحری ژوو یا حیواناتو غوښه وی، ښه یی پخه کړئ،

- سوپ او یا غوښه چې پخوی نو باید و جوش وخوری یانې و ایشیږي او چې کله غوښه پخوی نو رنګ یی باید د خامي خوښې څخه بالکل واوړي.

- خواړه چې بیا بیا ګرموی نو باید بالکل په ښه ډول ګرم شی.
۴. خواړه باید په داسې درجه کې وساتئ چې مصون او بی خطره پاتې شي.

- پاخه خواړه په کوټه کې چي معتدله هوا لری مه ساتئ.

- پاخه خواړه چې غواړي وروسته تری کار واخلی هغه په یخچال کې وساتئ. او ټول خام خواړه لکه غوښه او ترکاری همیش په یخچال کې وساتئ.
 
- خواړه یا غذا باید له خوړلو مخکې ښه ګرم وي، که د ایشیدو یا جوشیدو وي نو باید حتمی و ایشی یعنی مرۍ مرۍ شی یا وخوټیږی.

- خواړه که په یخچال کې هم ساتی نو د بیخي ډیرې مودې لپاره یی مه ساتئ.
 
- یخ وهلی خواړه داسی مه کوئ چې په ګرمه کوټه کې کښیږدئ چې اوبه شي.
۵. پاکې یا مصونه او به او مصونو خوړو څخه استفاده وکړئ:
 
- یا پاکو اوبو څخه استفاده کوئ او یا هم اوبه د فلټر، جوشولو او یا د کلورینو په واسته پاک کړئ.

- هر کله تازه او صحي خواړه انتخاب کړئ.

- هغه خواړو څخه استفاده وکړئ چه لکه پاستوریزه شیدې یا پۍ پروسس شوی وي.
 
- ترکاری او میوه چې خامه خوړل کیږی حتمي باید پاک ومینځل شي.

- د خواړو چې تاریخ تیر شو نو بیا یې مه استفاده کوئ.